
د ایران د حکومت ویاند اعلان کړی چې دوی هڅه کوي د کډوالو وضعیت د حل لپاره یوه ملي اداره جوړه کړي.
د ایران د حکومت ویاند علي بهادري جهرمي په یوه خبري غونډه کې وویل چې د دغه اقدام هدف په ایران کې د کډوالو د چارو تنظیمول دي.
نوموړي د دغه هېواد له پوله ساتونکو وغوښتل، چې د کډوالو د ننوتو مخه ونيسي او که په هغه هېواد کې غير قانوني کډوال شتون ولري، بايد وپېژندل شي او بېرته خپل هېواد ته ستانه شي.
بهادري جهرمي ویلي چې د دې لایحې پر بنسټ د مهاجرینو ملي اداره کولی شي چې د مهاجرینو د کار، حقوقي، د کور او د مهاجرینو د اقتصادي تعامل په ګډون د یو مهاجر اړوند مسایل ټول ابعاد او زاویې تطابق کړي.
تر دې مخکې په کابل کې د ایران د سفارت مرستیال سید حسن مرتضوي هم د پولو د دواړو غاړو د ګډې څارنې غوښتنه کړې وه او ټینګار یې کړی و چې اوسمهال په ایران کې پنځه میلیونه افغان کډوال مېشت دي.
په همدې حال کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ د راپور له مخې، د روان کال په لومړۍ نیمايي کې ۳۱۰ زره ناقانونه افغان کډوال له ایرانه ایستل شوي دي.
همدارنګه د ایران د پارلمان د ملی امنیت او بهرنی سیاست د کمیسیون غړی فداحسین مالکی په دغه هیواد کې د افغان مهاجرینو د شمیر په زیاتیدو اندیښنه څرګنده کړه او په دغه کمیسیون کې یې د افغان کډوالو د شتون د څیړلو خبر ورکړ.