پاکستاني رسنیو خبر ورکړی چې یوې ښځې د خپل مېړه لخوا تر وهل او ډبول‌ کېدو وروسته څلورو لوڼو ته زهر ورکړي او بیا یې ځانوژنه کړې ده.  

د پاکسان دان ورځپانې نن سه‌شنبه د تلې ۱۱مه راپور ورکړی چې دا پېښه د کورني تاوتریخوالي له امله په کویټه کې شوې ده.

د راپورونو له مخې چې د دې ۳۵ کلنې مېرمنې مېړه په نشه‌يي توکو روږدی و.

د پاکستاني چارواکو په وینا، چې دې ښځې د مېړه لخوا تر وهل او ډبول‌کېدو وروسته خپلو څلورو لوڼو ته په نوشابه کې زهري مواد ورکړي، هغوی یې مسمومې کړې او وروسته يې په همدې زهرو خپل ژوند پایته رسولی دی.

تر اوسه د فاطمې په نامه د دې ښځې د لوڼو د روغتیايي وضعیت په اړه څه نه دي ویل شوي.

تر دې وړاندې هم د کورني تاوتریخوالي له امله د پاکستان په ګڼو سیمو کې ورته پېښې شوې دي. 

د ویلو ده چې څه موده وړاندې یوې افغانې، مریم سادات د اقتصادي او اروايي ستونزو له امله په پاکستان کې ځانوژنه کړې وه.