د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د ۲۰۲۳ کال د نړیوال جام سیالیو لپاره تیاری نیولی او نن به د سریلانکا لوبډلې سره یوه تمریناتي لوبه وکړي. 

ټاکل شوې دا لوبه نن سه‌شنبه د تلې ۱۱مه له غرمې وروسته د هند په «بارساپارا» لوبغالي کې وشي. 

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د یو ورځنیو لوبو نړیوال جام ته د تیاري په موخه تر دې وړاندې له سوېلي افریقا سره لوبه لرله چې د باران له کبله لغوه اعلان شوه.

بلخوا سریلانکا خپله لومړۍ تمریناني لوبه بنګلدېش وبایلله.

ټاکل شوې د ۲۰۲۳ کال د نړیوال جام لوبو وړاندې په دغو تمریناتو سیالیو کې نن پاکستان له استرالیا او هند له نیدرلنډ سره لوبې ولري.

د ویلو ده چې د ۲۰۲۳ کال یو ورځنیو سیالیو نړیوال جام به د هند په کوربه‌توب د اکتوبر ۵مه د لسو لوبډلو ترمنځ پیل شي او د نومبر تر ۱۹ به دوام وکړي.