د کار نړیوال سازمان وایي، چې په بلخ کې د یو پروګرام له لارې ۶۲۵ نجونې په مالي برخه کې روزل شوې دي. 

دې ادارې پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې دا پروګرام د افغانستان لپاره د بشري مرستو لخوا په بلخ ولایت کې عملي شوی و.

د دوی په وینا چې په یاد پروګرام کې دغو نجونو ډېرې مالي وړتیاوې زده‌ کړې.

دا پروګرام داسې مهال نیول کېږي چې له تېرو څه باندې دوو کلونو راهیسې په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر کار محدودیتونه لګېدلي او ګڼې کورنۍ له اقتصادي ستونزو سره مخ شوې دي. 

تر دې وړاندې هم یو شمېر نړیوالو بشري موسسو په افغانستان کې د نجونو او ښځو لپاره په مالي او ښوونیزه برخه کې ځینې پرورګرامونه عملي کړي چې د ګډونوالو په وینا، د دوی په مالي او ټولنیزو چارو کې یې مثبتې پایلې لرلې دي.