د کاناډا د ملي پارکونو د ساتنې ادارې چارواکو ویلي دي چې د البرټا ایالت په «بنف» پارک کې یو ګریزلي خرس یوه ښځه، مېړه او سپی یې مړه کړي دي.

د دغه پارک چارواکو د جمعه په شپه ناوخته د دغه برید اعلان وکړ او زیاته یې کړه چې د خرابې هوا له امله دوی نه شي کولی چې د چورلکې په مرسته دوی وژغوري.

یاد خرس د دې پېښې وروسته مړه شوی دی.

په کاناډا کې کارپوهانو ویلي چې د مني د موسم په رارسیدو سره، خرسان د ژمني خوب لپاره د کافي خوړو په لټه کې دي، له همدې امله په دې وروستیو کې ورسره ټکر هم زیات شوی دی.