د ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد ښار کې داسلامي دولت نومې ډلې یا داعش وسله والو له خو د یوه احتمالي برید مخه نیول شوی دی.

د ننګرهار ولایت مقام له خوا په خپرې شوې خبرپاڼې کې راغلي، چې د چپرهار ولسوالۍ مربوطاتو کې د عامه نظم اوومې لواء حمایوي کنډک منسوبینو د پلټنې پرمهال داعش وسله والې ډلې ته د وسلو ليږدونکی ونيوه.

په همدې حال کې د عامه نظم اوومې لواء قوماندان مل پاسوال نصیر احمد ساپی وايي، یاد کس یې د چپرهار ولسوالۍ د سرې کلا په سیمه کې نیولی دی.

هغه زیاته کړه، د نیول شوي کس سره یو میل پیکا، چې په یوه سراچه ډوله موټر کې یې ځاي پر ځاي کړې وه هم د پولیسو لاسته ورغلې.

د لواء قوماندان وايي، نیول شوی کس نواب خان نومیږي، چې اصلي د پچیراګام ولسوالۍ اوسیدونکی دی او غوښتل یې دغه وسله جلال اباد ښار ته ولیږدوي، څو په ښار کې د تروریستي بریدونو په ترسره کولو کې ترې ګټه پورته کړي.

ساپي زیاته کړه، چې نیول شوی کس یې د نورو پلټنو په موخه د ننګرهار امنې قوماندانۍ د تروریزم پر وړاندې مبارزې مدیریت ته سپارلی دی.

د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.