ټاکل شوې د افغانستان تړاو د مسکو فارمټ غونډه سبا جمعه د تاتارستان جمهوریت په مرکز کازان ښار کې جوړه شي.

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي په مشرۍ یو پلاوی په دې غونډه کې د ګډون په هدف د تېرې دوشنبې په ورځ د روسیې مرکز مسکو ته لاړ او ټاکل شوې سبا په کازان ښار کې د مسکو فارمټ غونډه کې ګډون وکړي.

متقي په مسکو کې د افغانستان له سفارت څخه د لیدنې پر مهال ویلي چې له هېوادونو سره یې دیپلوماتیکې اړیکې د پیاوړتیا په حال کې دي او په خبره یې په تېرو دوو کلونو کې ثابته شوه چې د افغانستان له خاورې چا ته ضرر نه دی پېښ شوی، مرکزي حکومت د افغانستان په ټوله جغرافیه تسلط لري او له نړۍ سره د مخدره توکو په برخه کې شته ستونزې هوارې شوې دي.

د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ټاس خبري اژانس ته ویلي، چې په دې غونډه کې به په افغانستان کې د یوه پراخ‌بنسټه حکومت پر جوړولو تمرکز کیږي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان یو شمېر ګاونډي هېوادونه چې د مسکوفارمټ غړي دي، وار له مخه یې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو پر موجودیت او دوی ته یې د ګواښونو په اړه اندېښنه ښودلې ده.

پاکستان، تاجکستان، ازبکستان او ایران سربېره ترکمنستان، قزاقستان، چین او هند هغه هېوادونه دي چې د مسکو فارمټ غړيتوب لري، ټاکل شوې استازي يې سبانۍ غونډه کې ګډون ولري.

مسکو فارمټ په ۲۰۱۷ کال کې رامنځته شو چې دوه غونډې یې د افغانستان د تېر جمهوري نظام پر مهال او درې نورې یې د اسلامي امارت د بیا واکمنۍ له پیله کړې دي.

اسلامي امارت په تېرو غونډو کې نه و خو دا ځل ورته څو میاشتې وړاندې په دې غونډه کې د ګډون رسمي بلنه ورکړل شوې ده.