د افغانستان د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو د شورا د غړو له خوا په جوړه شوې غونډه کې زیاتره هېوادونو غوښتل چې د ښځو د حقونو د تر پښو لاندې کولو په خاطر پر سرپرست حکومت فشار راوړي. د بشري حقونو په شورا کې د ښځو د برخې استازې په ټولو هیوادونو غږ وکړ چې د هغو هڅو ملاتړ وکړي چې په نړیوال قانون کې د جنسیتي تبعیض په واضح ډول تعریف کړي.

په همدې حال کې ۱۱ هېوادونو په یوه ګډه اعلامیه کې له افغان ښځو او نجونو سره د اسلامي امارت چلند جنسیتي ځورونه بللی دی.

دغه اعلامیه د امریکا، فرانسې، بریتانیې، جاپان، برازیل، متحده عربي اماراتو، سویس، اکوادور، البانیا او مالتا هېوادونو له خوا لاسلیک شوې ده.

په دې اعلامیه کې ویل شوي چې د ښځو له حقونو څخه په سیستماتیک ډول سرغړونې د دې لامل شوي چې د هغوی له ازادیو څخه بې برخې پاتې شي او په ټولنه کې د جنسیت له مخې د خلکو په زوره جلا کول د جنسیتي ځورونې یوه بېلګه ده.

دغو هېوادونو له اسلامي امارت وغوښتل چې د ښځو د زده‌کړې او کار په اړه ټول محدودیتونه ایسته کړي.

د هېوادونو استازي او ملګري ملتونه په داسې حال کې پر سرپرست حکومت د فشار راوړلو غوښتونکي دي، چې يو شمېر ښځو د لوږې په اعتصاب لاس پورې کړ او په افغانستان کې يې د جنسيتي توپير د پېژندلو غوښتنه وکړه.

د یادونې ده چې افغانستان د ښځو پر وړاندې د هر ډول تبعیض د له منځه وړلو په اړه د ملګرو ملتونو د کنوانسیون غړیتوب لري.

په دې غونډه کې د ملګرو ملتونو د ښځو د څانګې اجراییه رییسې سیما باهوس وویل:”د ښځو پر وړاندې منظم او پلان شوي بریدونه له دغې ډلې سره د طالبانو چلند جوړوي او د ځواب ویلو لپاره باید د نړیوالو قوانینو له مخې جنسیتي تبعیض تعریف شي.”

په همدې حال کې په تېرو دوو کلونو کې سرپرست حکومت د افغان ښځو او نجونو د ژوند په اړه تر ۵۰ ډېر محدودیتونه صادر کړي دي. د ملګرو ملتونو د غونډې بحثونه د ښځو پر حقونو هم ډېر تمرکز درلود.

اسلامي امارت د دې غونډې او د هغې د پیغامونو په غبرګون کې ویلي چې د ښځو د تعلیم او کار حق دوه واړه او داخلي مسایل دي چې د دې غونډې بحثونه یې له انحراف سره مخ کړي دي.

په دې غونډه کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي دفتر مرستیالې روزا اوتنبایوا خپل درې میاشتنی راپور وړاندې کړ او ویې ویل چې اسلامي امارت د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو تر پښو لاندې کولو ته دوام ورکوي او پخپله هم د دې سیاستونو له امله زیانمنه شوې ده.

همدارنګه د ملګرو ملتونو پخوانۍ خبریالې کریمې بنون د دې غونډې له ګډونوالو وغوښتل چې په افغانستان کې د جنسیتي تبعیض د عملي کولو په برخه کې له اسلامي امارت سره حساب کتاب وکړي.

د سرپرست حکومت له خوا د ښځو له حقونو څخه سرغړونې په تېرو دوو کلونو کې له اسلامي امارت سره د نړیوالې ټولنې د بحثونو د توجه مرکز جوړوي، خو تر اوسه د ښځو د ژوند په برخه کې کوم پرمختګ نه دی شوی،خو دوی په دې باور دي چې د ښځو حقونه خوندي دي او د اسلامي قوانینو په چوکاټ کې ساتل کیږي.