د هرات ولایت د اطلاعاتو او کلتور پخوانی رئیس نعیم‌الحق حقاني د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز د نوي رئیس په توګه ټاکل شوی دی.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د اېکس په ټولنیزه شبکه د تازه ګمارنو خبر ورکړی او ویلي یې دي چې د اسلامي امارت د مشرتابه د فرمان له مخې، د ریاست الوزراء د دفتر پخوانی مرستیال احمدالله متقي د هرات ولایت د اطلاعاتو او کلتور د رئیس په توګه ټاکل شوی دی

ویل کیږي احمدالله متقي د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست امیرخان متقي ورور دی.

په ورته مهال تر دې وړاندې قاري یوسف احمدي د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز مشر و چې څه موده وړاندې د اسلامي امارت د مشرتابه د فرمان په اساس د ملي راډیو ټلویزیون رئیس وټاکل شو..

اوس د هرات د اطلاعاتو او کلتور پخوانی رئیس نعیم‌الحق حقاني د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز تازه مشر ټاکل شوی دی.

دا ګمارنې داسې مهال کیږي چې پر نوي سرپرست حکومت نیوکې دي چې ګنې ټولشموله نه دی او یوازې خپل حکومت ته نیږدې کسان پکې په دندو ګمارل کیږي.