د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډې ته په غبرګون کې لیکلي دي چې دا غونډه په کوچنیو مسایلو لکه د ښځو د زده‌کړه او کار په اړه محدوده ده.

ښاغلي مجاهد نن چهارشنبه د تلې ۵مه په ایکس ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې:”په ملګرو ملتونو کې بحثونه او نظرونه یوازې د دوو کوچنیو او داخلي مسلو (زده‌کړه او د ښځوکار) ته ځانګړې شوه.”

د هغه په ​​وينا، د ښځو پر زده‌کړو او کار د بنديز موضوع د بحث وړ نه ده او دا وړې مسلې دي، په داسې حال کې چې د ښځو پر زده‌کړو او کار د بنديز پایلې په نړيواله کچه تر ټولو لويه اندېښنه ده.

د سرپرست حکومت ویاند لا هم ملګري ملتونه هغه ډله وبلله چې ترې کار اخیستل کېږي او زیاته یې کړه چې:”ځینې ډلې لا هم له موږ سره په جګړه کې دي او ملګري ملتونه هم د دغو ډلو څخه دی چې زموږ پر ضد کارول کېږي.”

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د ملګرو ملتونو د عمومي ۷۸مه غونډه کې او د دغه سازمان د امنیت شورا په غونډه کې هم د ښځو د زده‌کړې او کار مخنیوی د بشري حقونو پر خلاف کار بللی.