په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازي، منیر اکرم په یاد سازمان کې د افغانستان له استازي سره د لفظي شخړې پر مهال له اسلامي امارت څخه ملاتړ کړی او دا واکمني یې په افغانستان کې د پرمختګونو لامل بللې ده.   

منیر اکرم پرون سه‌شنبه د تلې ۴مه د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې د اسلامي امارت له فعالیت څخه د پراخې ناخوښۍ باوجود یې د اسلامي امارت ملاتړ کړی دی.

هغه ادعا کړې چې د اسلامي امارت واکمني په افغانستان کې د پرمختګونو لامل شوې او په وینا یې چې «طالبانو» د داعش پر وړاندې ځپوونکي اقدام کړی او همداراز د فساد په له منځه‌وړلو او د هېواد د اقتصادي مدیریت په برخه کې ښې لاسته‌راوړنې لري.

بلخوا په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازي، نصیراحمد فایق بیا د پاکستان استازی «منیر اکرم» په دغو څرګندونو سره هغه د ترهګرۍ پر ملاتړ تورن کړی دی.

د فایق په وینا چې پاکستان له یو اړخه ځان د ترهګرۍ قرباني بولي او له بله اړخه د ترهګرۍ د ملاتړي هېواد په حیث ترهګرو ډلو ته «لابی‌ګري» کوي.

خو د پاکستان استازي د نصیراحمد فایق دغو څرګندونو ته توند غبرګون ښوولی او د افغانستان لپاره د هغه استازیتوب یې تر پوښتنې لاندې راوستی دی.