
د عراق د نینوا ولایت د حمدانیه ښارګوټي د ودونو په یو تالار کې د اورلګېدنې له امله لږ تر لږه ۱۰۰ کسان مړه او له ۱۵۰ ډېر نور ټپيان شوي دي.
د فرانس پرس خبري آژانس د راپور له مخې چې تر اوسه د اورلګېدنې لامل نه دی معلوم او ښايي چې د پېښې قربانیانو شمېر تر دې هم زیات شي.
بلخوا د عراق د ملکي دفاع چارواکو ویلي چې اورلګېدنه دومره پراخه وه چې له امله یې د صالون د چت ځینې برخې نړېدلې دي.
لومړنۍ څېړنې ښيي چې په صالون کې د اورلګېدنې پر مهال اورلګېدونکې تختې موجودې وې، چې د خوندیتوب له معیارونو څخه د سرغړونې لامل شوې او د یاد صالون چت هم له ارزانه ساختماني توکو څخه جوړ شوی و، چې په آسانۍ یې اور اخیستی او د مرګژوبلې د زیاتوالي لامل شوی دی.
ویل کېږي، تر اوسه همدومره قربانیان په روغتونونو کې شمېرل شوي او ښايي چې د مړو او ټپيانو شمېر دوه برابره زیاته شي.