
د پاکستان عالي محکمې د دغه هېواد چارواکو ته امر کړی پخوانی صدراعظم عمران خان دې له اوسنۍ بندخونې یو بل مجهز زندان ته یوړل شي.
ټاکل شوې وه چې عمران نن ورځ د خپلې قضیې په خاطر محکمې ته حاضر شي، خو چارواکو د امنیتي ستونزو له امله خان محکمې ته نه دی حاضر کړی.
عمران د تېرې میاشتې په لومړیو کې د پټو لیکونو په بربنډولو او د دولتي ډالیو د خرڅلاو په خاطر په درې کاله بند محکوم شو.
په ورته وخت کې د عمران خان مدافع وکیل د پاکستان حکومت د پلمې په جوړولو تورن کړی دی.
د عمران خان وکیل، نعیم حدیر پنجوتا رسنیو ته ویلي: “ما د خان د وثیقې غوښتنه وړاندې کړې وه، مګر د پخوا غوندې دا ځل هم وځنډېده او حکومت پلمې لټوي.”
د پاکستان پخوانی صدراعظم، عمران خان درې کاله مخکې پټ لیکونه خپاره کړل او امریکا یې د خپل موقف په بایللو کې پر لاسلرلو تورنه کړه.
د ویلو ده چې د اسلام آباد عالي محکمه ښايي د اکتوبر په دویمه دا قرضیه وڅېړي.