د واګنر ډلې د رهبر، یوګیني پریکوژین تر وژل‌کېدو وروسته کیف ادعا کړې چې د دوی په راکټي برید کې د روسیې د تورې بحیرې د ځواکونو یو قوماندان وژل شوی دی. 

سي ان ان خبري آژانس نن سه‌شنبه د تلې ۴مه راپور ورکړی چې د اوکراین د ادعا له مخې، چې د روسیې د تورې بحیرې د ځواکونو دا قوماندان د کیف په راکټي برید کې وژل شوی دی. 

د سي ان ان د راپور له مخې، دا برید تېره جمعه د روسیې په توره بحیره کې د اوکراین د ځانګړو ځواکونو لخوا شوی چې په پایله کې یې د ویکتور سوکولوف په ګډون ۳۳ افسران وژل شوي دي.  ‎

خو مسکو تر اوسه د دغه قوماندان او ۳۳ نظامي کسانو د وژل‌کېدو په تړاو غبرګون نه دی ښوولی. 

ویل کېږي چې ویکتور سوکولوف په سپتمبر کې د روسیې د تورې بحیرې د بېړیو د قوماندان په توګه وټاکل شو.

په دې وروستیو کې د اوکراین او روسیې ترمنځ کړکېچ له هغې وروسته بیا زور واخیست د روسیې د واګنر ډلې مشر، یوګنی پریګوژین د اوکراین د خپلواکۍ له ۳۲ مې کلیزې یوه ورځ مخکې په روسیه کې په مرموز ډول ووژل شو.