ایراني رسنیو، په تهران کې په قصدي ډول د اورلګېدنې په پېښه کې د دوو افغان ځوانانو د مړینې خبر ورکړی.

د ایران تسنیم خبري آژانس راپور کړی چې دا دوه افغانان د تهران په جنوب کې د سوځېدو له امله روغتون وړل شوي، خو وروسته یې ساه ورکړې ده. 

دا قصدي اورلګېدنه وړمه ورځ، سهار اووه بجې د استوګنې په هغه ځای کې چې شوې چې ۹ افغان کډوالو پکې ژوند کاوه.

تسنیم خبري آژانس د دې اورلګېدنې عامل یو افغان بللی، چې په زړه کې یې له خپلو هېوادوالو سره کینه درلوده. 

ویل کېږي، دا کس په پټه دویم پوړ ته ننوتلی لومړی یې پر نهو ځوانانو پټرول شیندلی او بیا یې اور ورته کړی، خو د تېښتې پر مهال پخپله هم سوځېدلی او د نورو کسانو را ایسار شوی دی. 

اور بلوونکي سړي ویلي چې د هغه کور له اوسېدونکو سره يې کرکه درلوده چې دی پکې اوسېده او د سيمې د اوسېدونکو ایستل شوی و.

تر اوسه د پېښې د قربانیانو هویت نه دی په ډاګه شوی.