د ښځو انلاین پوهنتون د نجونو پر زده‌کړو له بندیز وروسته د دوی د زده‌کړو دوام لپاره د یو بدلیل لارې په توګه جوړ شو او دا مهال یې نږدې ۱۴ زره ښځینه محصلینو ته په بېلابېلو برخو کې د زده‌کړو لارې چارې برابره کړې دي.

دغه پوهنتون شاوخوا ۹ میاشتې وړاندې د عبدالفرید سالنګي او نورو استادانو له خوا د نجونو د زده‌کړو د دوام په موخه د تعلیمي ادارو د تړلو په غبرګون کې جوړ شو.

د دغه پوهنتون مسوولینو ویلي، چې اوسمهال په ۱۴ څانګو کې ۱۴ زره محصلینې په زده‌کړو بوخت دي.

د دغه پوهنتون علمي مرستیال عادلې زماني له خامه پرېس سره په خبرو کې وویل:”د غوښتونکو شمېر ډېر دی او موږ اوسمهال په ۱۴ پوهنځیو کې ۱۴ زره محصلینو ته په معیاري ډول روزنه ورکوو.”

مېرمن زمانی زیاتوي چې په دغه پوهنتون کې د افغانستان له دننه او بهر څخه استادان تدریس کوي او اوسمهال ۴۵۰ استادان په بېلابېلو څانګو کې تدریس کوي.

د اسلامي امارت له بیا واک ته رسېدو وروسته د افغانستان د پوهنې په برخه کې د پام وړ منفي بدلونونو سره مخ شو. سرپرست حکومت لومړی د پوهنتون کې د نجونو او سړیو ټولګۍ جلا کړې، بیا نجونې د یو شمیر علمي برخو له ټاکنې بې برخې شوې او بالاخره په پوهنتونونو کې نجونې له زده‌کړو بندیز ولګېده.

 د ښځو د انلاین پوهنتون مسوولین په دې باور دي چې د نجونو د علمي محرومیت د کمولو لپاره یوازینۍ مناسبه لاره د لرې زده‌کړې یا «انلاین» ده.

عادله زماني وايي، که څه هم انلاین درسونه د حضوري زده‌کړو ځای نه شي نیولی، خو د دې پوهنتون له جوړېدو یې موخه دا ده چې نجونې په علمي چاپېریال کې وساتي.

هغه زياته کړه: “موږ هڅه کوو چې نجونې په علمي فضا کې وساتو، ترڅو د ساينس او ​​پوهې اهميت هېر نه کړي. د ښوونې او روزنې ترڅنګ، موږ د ظرفیت لوړولو پروګرامونه هم لرو ترڅو نجونې راتلونکي ته هیله‌مندې شي.”

د زن پوهنتون د انجینرۍ د پوهنځي یو تن استاد محمد رامین الکوزی ویلي، چې د انجینرۍ په څانګه کې له زده‌کړو پاتې نجونو ته په وړیا توګه درس ورکوي.

هغه زياته کړه: “زه په خپل شخصي لګښت درسي مواد د انځورونو په بڼه چمتو کوم او زده‌کوونکو ته يې برابروم او په اونۍ کې دوه ځلې انلاين ناستې لرو.”

د دغه پوهنتون د ژورنالېزم پوهنځي محصله صاحبه شريفي د حضوري پوهنتونونو بې برخې کېدل بده مرغه بولي،خو دا انلاين پوهنتون د علمي تشې د ډکولو يو فرصت ګڼي.

له خامه پرېس سره په خبرو کې مېرمن شریفي وویل: “خوښه یم چې د ښځو په انلاین پوهنتون کې یم،که څه هم زموږ خوبونه ناشونی ښکاري، دا پوهنتون کولی شي د زده‌کړې لپاره یو ور پرانیستی دی.”

د دغه پوهنتون يوه بله محصله کرشنا اميري وايي، له بنديزونو سره سره کولی شي له کوره خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړي.

نه یوازې د پوهنتون د نجونو زده‌کړه بنده شوې، بلکې د ښوونځي له شپږم ټولګي څخه پورته نجونې هم له دې برخلیک سره مخ دي او له شاوخوا دوو کلونو راهیسې له ناڅرګند راتلونکي سره مخ دي.

که څه هم سرپرست حکومت د نجونو لپاره د زده‌کړو د دروازو د پرانستلو خبره کوي، خو تر اوسه په دې برخه کې کوم عملي اقدام نه دی شوی.