
د ملګرو ملتونو سرمنشي، انتونیو ګویترش د یاد سازمان د ناستې په څنډه کې د ایران له ولسمشر، ابراهیم رییسي سره د افغانستان اړه خبرې کړې دي.
د ملګرو ملتونو ویاند نن سهشنبه د وږي ۲۸مه ویلي چې دا دوه چارواکي د افغانستان او یمن پر وضعیت غږېدلي دي.
د ملګرو ملتونو په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په دې غونډه کې د افغانستان او یمن د کړکېچ، د سیمهییزو رغنده اړیکو په اړه خبرې شوې دي.
ګویتریش د ایران له ولسمشر غوښتي چې په دغه هېواد کې د ښځو او نجونو د حقونو د خوندیتوب په تړاو ډاډ ورکړي.
ټاکل شوې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ ۷۸مه غونډه نن سه شنبه په نیویارک کې د څه باندې ۱۹۰ هېوادونو د مشرانو په ګډون جوړه شي.
د ویلو ده چې د سیمې او نړۍ د هېوادونو مشرانو په وروستیو کې د افغانستان د روان وضعیت په تړاو کتنې او بحثونه زیات کړي دي.