
د سپینې ماڼۍ د امنیت شورا ویاند، جان کربي وايي چې اسلامي امارت نه یوازې دا چې ژمنې نه دي عملي کړې، بلکې ورځ تر بلې یې له نړیوال مشروعیت څخه واټن اخیستی.
کربي پرون دوشنبه د وږي ۲۷مه په یوه خبري غونډه کې ویلي چې د اسلامي امارت پر وړاندې د امریکا پالیسي بدله شوې نه ده.
د سپینې ماڼۍ د امنیت شورا ویاند دا څرګندونې د یو خبریالان د پوښتنې په ځواب کې کړې دي.
امریکا یو ځل بیا ټینګار کړی چې واشنګټن په دې وضعیت کې د اسلامي امارت د رسمیت پېژندلو اراده نه لري.
هغه ټینګار کړی چې امریکا په افغانستان کې ټولې ترهګرې ډلې څارې او په افغانستان کې یې د القاعده شبکې شتون ته په اشارې ویلي: “یقیناً هغه ډېر کمزوري شوي، او فکر نه کوي چې بیا به افغانستان ته راشي”
جان کربي دا هم ویلي اسلامي امارت د حکومتولۍ او د ښځو او نجونو د حقونو په برخه کې د خپلو ژمنو خلاف عمل کوي، ځکه یې امریکا په اوسني وضعیت کې د رسميت پېژندلو لپاره هېڅ اراده نه لري.
د سپینې ماڼۍ د دې چارواکي په وینا چې اسلامي امارت نه یوازې خپلې ژمنې عملي کړې، بلکې له خپلو ژمنو یې واټن هم اخیستی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د دوو کلونو په تېرېدو سره لا هم د اسلامي امارت حکومت د نړۍ هېڅ هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی.
خو د اسلامي امارت چارواکو بیا امریکایان د نړیوال مشروعیت په برخه کې په پلمو لټولو تورن کړي او ټینګار یې کړی چې دوی پر خپلو ژمنو عمل کوي.