د ایکس «مخکني ټویټر» شبکې څښتن، ایلان ماسک په تازه څرګندونو کې ویلي چې ښايي دا ټولنیزه شبکه په راتلونکو کې په وړیا ډول استفاده نه‌شي او پر کاروونکو یو څه اندازه پیسې جبري شي. 

ماسک دا موضوع پرون دوشنبه د سپتامبر ۱۸مه د اسرائیل له لومړي وزیر، بنیامین نتانیاهو سره په خبرو کې مطرح کړې ده. 

د هغه په وینا، چې د کاروونکو دا پیسې به د ربوټونو لخوان په دې پلتفرم کې له رامنځته‌شویو ستونزو سره مقابله ده، خو د ایکس رسمي بیانیې بیا دا موضوع د ایلان ماسک فقط یو وړاندیز بللی دی. 

دې شبکې دا نه دي ویلي چې د ماسک دا خبره به کله عملي شي. 

د ماسک او بنیامین ترمنځ په خبرو کې د اسراییل لومړي وزیر، د ایکس له څښتن څخه پوښتلي چې کله به آنلاین یهودي ضد او نژادي کرکه ودروي؟ ایلان ماسک یې په ځواب کې ویلي چې ایکس د روبوټونو له سترې اردو سره د مبارزې لپاره د میاشتني فیس اخیستل پيلوي.

خو د دې ټولنیزې شبکې څښتن تر اوسه د ترلاسه‌کېدونکي فیس اندازه نه ده مشخص کړې.

د کارپوهانو په باور چې ماسک د ایکس شبکې د پيسو د مینځلو په اړه فکر کوي.

د ویلوده چې ایلان ماسک په ۴۴ میلیارد ډالر د ټولنیزې شبکې ایکس له پېرودلو وروسته له هغو کسانو د میاشتې ۸ ډالر ګرځوي چې حسابونه یې آبي نښه لري.