
په پاکستان کې له افغان کډوالو سره د ناوړه چلند پر مهال، پښتون ژغورنې غورځنګ د کډوالو د ځورولو پر ضد غبرګون ښوولی او ملګرو ملتونو ته یې یو لیک استولی دی.
دغه غورځنګ نن سهشنبه د وږي ۲۸مه رسنیو ته ویلي چې دا لیک د پښتون ژغورنې غورځنګ لخوا په پاکستان کې له کډوالو سره د ناوړه چلند په تړاو د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ ته لېږل شوی دی.
پښتون ژغورنې غورځنګ د پاکستاني حکومت لخوا د افغان کډوالو ځورول غیر اخلاقي او غیرقانوني بللي او ویلي یې دي چې دوی به په دې برخه کې غلي نهشي.
دا غبرګونونه داسې مهال پارېدلي چې دوې ورځې وړاندې پاکستاني پولیسو د ځانګړو عملیاتو پر مهال له ۲۰۰ ډېر افغان کډوال ونیول.
د سرچینو په وینا، نیولشوي کسان په بازار کې په کار بوخت و چې د پاکستاني پولیسو لخوا نیول شوي دي.
تر دې وړاندې هم د پاکستان حکومت د قانوني اسنادو د نهلرلو له امله سلګونه افغان کډوال بندخونو ته اچولي او له څه مودې بندخونې تېرولو وروسته یې هېواد ته رالېږلي دي.
د راپورونو له مخې چې په نیولشویو افغانانو کې داسې کسان هم شامل دي چې «پي. او. آر» کارت یې درلود، خو پاکستاني پولیسو دې موضوع ته هم پام نه دی کړی او د دوی کارتونه یې له ځان سره ضبط کړي دي.