په افغانستان کې د اسلامي امارت له بیا راتګ څخه څه موده وروسته په زرګونو نجونې په کورونو کې پاتې کیدو ته اړې شوې او له منځنیو او لوړو زده‌کړو اساسي حق څخه بې برخې شوې. دا محرومیت د جنسیت د جلا کیدو لامل شوی او په ټولنه کې یې د ناوړه جنسیت ذهنیت وده کړې.

د بښنې نړیوال سازمان پر زده‌کړو بندیز د زرګونو نجونو پر راتلونکي اندېښنه بللې او زیاته کړې یې ده چې “په افغانستان کې د زرګونو نجونو خوبونه او راتلونکې له ګواښ سره مخ دي.” دغه سازمان د ښوونې او روزنې د بندیز د دوه کلنې کلیزې په مناسبت زیاته کړې، چې د ۲۰۰۱ او ۲۰۲۱ کلونو ترمنځ په افغانستان کې میلیونونه نجونې ښوونځیو ته تللې او په خپلو برخو کې یې د ډاکټرانو، ښوونکیو،خبریالۍ، ساینس پوهانو او متخصصینو د جوړېدو خوب لیدلی دی.”

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش په افغانستان کې د بدمرغۍ پر بنسټ پالیسي له بشري حقونو څخه ښکاره او د نه توجیه وړ سرغړونه بللې ده.

په ورته وخت کې، د ملګرو ملتونو د علمي، تعلیمي او کلتوري ادارې (یونسکو) د شمېرو له مخې، په افغانستان کې ۸۰ سلنه نجونې، چې شمېر یې ۲،۵ میلیونه ته رسېږي، له ښوونځي بې برخې دي او ورسره افغانستان کې ۳۰ سلنه نجونې لا لومړنۍ زده‌کړې هم نه دي کړي.

د نجونو پر زده‌کړو بندیز د هغه بندیز پیلامه وه چې وروسته په دوه پرله‌پسې کلونو کې د شاوخوا ۷۰ فرمانونو په صادرولو سره نافذ شوه. دا ټول فرمانونه د اسلامي امارت له لوري د ښځو له ازادۍ څخه د محرومولو په موخه صادر شوي او د بېلابېلو ادارو د مسوولینو له خوا پلي شوي دي.

زده‌کوونکې د جنسیت دغه ښکاره توپیر د نجونو پر وړاندې ظلم ګڼي او له ټولنې یې غوښتي چې د دې بې‌عدالتۍ په اړه چوپه خوله پاتې نه شي.

بهاره (بل نوم) ۱۹ کلنه زده‌کوونکې ده، چې په وینا یې که د ښوونځي دروازې خلاصې وې اوس به یې خپلې زدهډکړې پای ته رسولې وې. او خپل د ډاکټرۍ ارمان به یې پوره کړی و.

خو بهار د شته تګلارو او محدودیتونو له امله ونه توانید چې ښوونځی پای ته ورسوي نوموړې وایي: “زه له زده‌کړې سره ډیره مینه لرم او اوس چې هره ورځ تیریږي، زما ټول خوبونه له منځه ځي، زما لپاره ژوند ستونزمن دی.”

کارپوهان په دې باور دي چې د اسلامي امارت تګلارې پر ښځو بده اغېزه کړې او ټولنې ته یې نه جبرانېدونکې ضربه رسولې ده او د دې زخم جوړېدل به کلونه وخت ونیسي.

یو ټولنپوه د خامه پرېس پوښتنو ته په ټولنه کې د نجونو پر زده‌کړو د بندیز د اغیزو په اړه ویلي دي:” دا بندیز په ښکاره او سخته توګه لګول شوی او پایلې یې نه یوازې د نجونو له زده‌کړې څخه پر بې برخې، بلکې د ټولنې ټول وګړي په ذهنیت کې ورسره ښکیل دي او بدمرغۍ رامینځته کوي.”