
د یکشنبې په ورځ د اسیايي جام په پایلوبه کې هند لوبډلې په خورا ستر توپير سریلانکا کرکټ لوبډلې ته ماتې ورکړه او د ۲۰۲۳ کال اسیا جام اتلولي په خپل نوم کړه.
په دې لوبه کې سریلانکا لوبډلې پچه وګټله او د هند پر وړاندې یې د توپوهنې پرېکړه وکړه.
تمه وه چې سریلانکا به هند ته یو لوی هدف کېږدي خو د سریلانکا توپوهونکو خورا ژر ژر خپلې ویکټې له لاسه ورکړې او سریلانکا یوازې په ۱۵ اورونو کې د ۵۰ منډو په اخیستو بریالۍ شوه
د هند په توپاچوونکو کې محمد سراچ تر نورو ښه وځلېد، هغه وتوانېد په اوو اورونو کې ۲۱ منډې ورکړي او شپږ لوبغاړي اوټ کړي.
هارډیک پانډیا درې او جاسپرېت بومرا د سیالې لوبډلې یو لوبغاړی اوټ کړ.
سراج د ښې توپاچونې له کبله د پایلوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.
هندي توپوهونکو بیا په پنځم اور کې پرته له دې چې کومه ویکټه له لاسه ورکړي، هدف تر لاسه کړ او د اتم ځله لپاره د اسیا جام لوبو اتله شوه.
له پچې اچونې وروسته دا لوبه د باران له کبله ۴۰ دقیقې په ځنډ پیل شوه او داسې ښکارېده چې سریلانکا د لومړۍ توپ وهنې پرېکړه ښه نه وه.
خو د ای سي سي یا کرکټ نړیوالې شورا لخوا نن دوشنبه په تازه اعلان شوې درجه بندۍ کې پاکستان جدول په سر کې دی، سره له دې چې هند د اسیا په کچه لومړی راغلی دی.
په نوې درجه بندۍ کې افغانستان نهم او ویسټ انډیز لسم مقام لري.