
د بدخشان سیمهییز مسوولین وايي، د بدخشان په «مایمي» ولسوالۍ کې د «لرزنک پل» په نوم له یوه پله څخه د تېرېدو پر مهال څلور نجونې په سیندکې د لوېدو له امله مړه شوې دي.
د بدخشان د امنيې قوماندانۍ له خوا نن یکشنبه د وږي ۲۶مه په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پېښه د بدخشان د ميامې ولسوالۍ د «تنګ شيوه» په سيمه کې هغه مهال رامنځته شوه چې څلور ځوانې نجونې د لرزانک په نوم له يوه پله څخه د تېرېدو پر مهال اوبو ته ولوېدې او مړې شوې دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې تر اوسه د دغو څلورو ځوانو نجونو جسدونه له سیند را اېستل شوي نه دي، خو د مسوولینو له خوا د دوی د جسدونو د موندلو هڅې روانې دي.
له دې وړاندې هم په دغه ولایت کې ورته پېښو مرګژوبله اړولې ده، چې په وروستۍ پېښه کې د بدخشان په راغستان ولسوالۍ کې یو درې کلن ماشوم د لوبې پرمهال په سیند کې د ډوب شوي دي.
د يادونې ده، چې په دې وروستيو مياشتو کې په اوبو کې د ډوبېدو پېښې ډېرې شوې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې هر کال د اوړي په موسم د هوا ګرمېږي سره ، د هېواد په سیندونو کې د خلکو د ډوبېدو راپورونه خپرېږي.