
د ايټاليا د دفاع وزارت اعلان کړى، چې د دغه هېواد د پوځ جيټ الوتکې د «تورين» ښار ته څېرمه د غورځېدو له امله يوه پنځه کلنه نجلۍ مړه شوې او درې نور ټپيان دي.
رویټرز نن شنبه د سپټمبر ۱۷مه د ایټالیا د کورنیو رسنیو په حواله راپور ورکړ چې دغه جنګي الوتکه په یوه روان موټر کې ولوېده چې ټول د یوې کورنۍ غړي وو.
د راپورونو له مخې، دغه پوځي جنګي الوتکه د هوايي تمرينونو پر مهال د تورين هوايي ډګر ته څېرمه د نامعلوم دليل له مخې لوېدلې ده.
دغه راز د ايټاليا د کورنيو چارو وزارت مرستيال ماتيو سالويني هم دغه پېښه يوه ستره تراژيدي وبلله او د دغې پېښې د قربانيانو له کورنيو سره يې خواخوږي څرګنده کړه.
د يادونې ده چې دغه جنګي جټ الوتکه د Frecce Tricolori نندارې د ډلې برخه وه چې د یکشنبې په ورځ يې د ايټاليا د هوايي ځواک د جوړېدو د سلمې کليزې په مناسبت په تمرين کې برخه اخيستې وه.
دغه تمرين د جنګي الوتکې له لوېدو وروسته لغوه شو او د تورين هوايي ډګر په موقتي توګه وتړل شو.
تر دې مخکې په ۱۹۸۸ کال کې هم په جرمني کې د هوايي نندارې پر مهال درې الوتکې نسکورې شوې وې، چې درې پیلوټان او ۶۷ مسافر پکې مړه شوي وو.
په همدې حال کې د برازیل په بارسلوس ښار کې د یوې الوتکې د لوېدو له امله ۱۴ کسان مړه شوي دي.