
د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، د کوټې ښار د ترهګرۍ ضد پولیسو (CTD) قوماندان سعید احمد د نامعلومو وسلهوالو له خوا وژل شوی دی.
ډان پاکستان ورځپاڼې د یکشنبه د سپټمبر ۱۷ مه راپور ورکړ چې دا پېښه د «جیلروډ» په سیمه کې شوې ده.
د پولیسو په وینا پر سعید احمد په موټر سایکل سپاره وسلهوالو ډزې کړې او بریدګر له برید وروسته په تېښته بریالي شوي دي.
د يادونې ده، چې د بلوچستان ازادۍ پوځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره د دې پېښې مسووليت پر غاړه اخيستى او ټينګار يې کړى، چې د پاکستان د ترهګرۍ ضد د پوليسو قوماندان د بلوڅ ولسي وګړو د کورونو په وهلو، په زوره ورکېدل او د ملکي وګړو په وژلو کې لاس لري.
په همدې حال کې په وروستیو میاشتو کې د پاکستان په بېلابېلو سیمو په تېره بیا د خیبر پښتونخوا په ایالتونو کې ترهګریز بریدونه زیات شوي دي.
تر دې مخکې هم په تروریستي پېښو کې شاوخوا لس پاکستاني پوځیان او افسران وژل شوي دي.
د راپورونو له مخې، سږ کال د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې د تروریستي فعالیتونو له امله تر ۵۰۰ ډېر کسان وژل شوي، دا بریدونه زیاتره د تحریک طالبان ډلې له خوا ترسره شوي دي.
له بلې خوا پاکستاني چارواکو تل ادعا کړې، چې د دغه هېواد ترهګرې ډلې په افغانستان کې پټنځایونه لري او ترهګریز بریدونه له افغانستانه پلانېږي، خو د سرپرست حکومت چارواکو هغه ادعاوې بېبنسټه بللې دي.