د ننګرهار سیمه‌ییز مسوولین تاییدوي چې د دغه ولایت په سرخرود ولسوالۍ کې د یوه موټر د ټکر له امله یوه ښځه مړه شوې ده.

د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ وياند عبدالبصير زابلي پرون شنبه د وږي ٢٦مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې دغه پېښه د دغه ولايت د اوومې ناحيې اړوند د سرخرود ولسوالۍ د «دو سرکه» په سيمه کې رامنځته شوې ده.

د مسوولینو په وينا، دغه پېښه د موټر چلوونکي د بې‌احتياطۍ له امله رامنځته شوې او د دغه موټر چلوونکى د امنيتي ځواکونو له لوري د پوښتنو ګروېږنو لپاره نيول شوى دى.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستيو کې د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې ترافيکي پېښې ډېرې شوې دي.

له دې وړاندې د ننګرهار په کوزکنړ ولسوالۍ کې د دوو موټرونو د ټکر له امله يو تن مړ او شپږ نور ټپيان شول.

په ورته وخت کې د موټر چلوونکو بې‌احتیاطي، د معیاري سړکونو نشتوالی، تېز سرعت او د موټر چلولو د اصولو نه مراعتول په هېواد کې د ترافیکي پېښو اصلي لاملونه بلل کېږي.

د يادونې ده، چې په هېواد کې هر کال ترافيکي پېښې لسګونه کسانو ته مرګ‌ژوبله اړوي.