بهرنیو رسنیو خبر ورکړی، چې د برازیل په بارسلوس ښار کې د یوې الوتکې د لوېدو په پېښه کې ۱۴ کسان مړه شوي دي.

د سي ان ان خبري اژانس نن یکشنبه د وږي ۲۶مه لیکلي، دغه الوتکه پرون شنبه په ورځ ولوېدله.

د دغه هېواد د چارواکو په وینا په دې پېښه کې ۱۲ سیلانیان، یو پیلوټ او یو همکار پیلوټ مړ شوی دی.

د معلوماتو پر بنسټ، له پېښې وروسته د دغې الوتکې هېڅ سپرلي ژوندي نه دي پاتي شوي.

د CNN په وینا، دا پیښه هغه مهال رامنځته شوه کله چې د دې الوتکې مسافر د تفریحی کب نیولو تمرین کولو لپاره روان وو،او د خراب هوا له امله دا پېښه رامنځته شوه.

د راپورونو له مخې دغه الوتکه په داسې حال کې رالوېدلې چې سخت باران شوی و.

د دغه هېواد چارواکو د دغې پېښې د قربانیانو د هویت په اړه کره معلومات نه دي ورکړي، چې ایا دوی د برازیل اتباع وو او که نه.

تر دې مخکې د برازیل په سایو پاولو ایالت کې د یوې الوتکې د لوېدو په پایله کې ۷ تنه مړه شوي وو.