Sunday Jan 21, 2018

افغانستانا کې د داعش د نوې مشر د وژلو په اړه د جنرال نېکولسن څرګندونې

نوشته شده توسط khaama - Sat Jul 15 2017, 11:13 am

په افغانستان کې میشت د امریکایي ځواکونو قوماندان جنرال جان نېکولسن د اسلامي دولت نومې ډلې د نوې مشر ابو سعید د وژلو په اړه وایي دوی په افغانستان کې د داعش ډلې تر نابودولو پورې به خپلې مبارزې ته دوام ورکړي.

جنرال نېکولسن چې په افغانستان د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت قومانده هم په غاړه لري، زیاته کړه چې دغه عملیات یو بل کامیابي ده چې په ۲۰۱۷ کال کې د داعش د لمنځه وړلو لپاره د روان عملیاتو په ترڅ کې ترلاسه شوی دی.

نومړې وویل، ابو سعید د داعش درېیم مشر دی چې د تیر یو کال په موده د عملیاتو په ترڅ کې وژل کیږي.

جنرال نېکولسن په همدې حال کې ټینګار وکړ چې په افغانستان کې د داعش وسله والو لپاره هیڅ امن ځای وجود نه لري.

د امریکا متحده ایالاتو دفاع وزارت یا پنټاګون په یوه بیان کې لیکلي، چې د داعشیانو د خراسان څانګه مشر ابو سعد د سه شنبې په ورځ د امریکایي ځواکونو په هوایي برید کې وژل شوی.

خبرپاڼه زیاتوي، چې دغه هوایي برید د داعش وسله والو پر مرکز په خیتځ کونړ لایت کې ترسره شوه.

د امریکا دفاع وزارت په وینا، ابو سعد په وروستیو کې د داعش وسله والو له خوا د خراسان څانګې لپاره د مشر په توګه ټاکل شوی و.

له دې وړاندې، د داعش وسله والو مشر حفیظ سعید خان او عبدالحسیب په ورته بریدونو کې وژل شوي دي.

خامه پرس پښتو | د افغانستان خبري آژانس را دنبال کنید با تویتر, فسبک. و آر اس اس

نظر دهید