د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د افغانستان په تړاو د مسکو فارمټ ناسته د روانې میلادي میاشتې په ۲۹مه د روسیې په کازان ښار کې جوړیږي.

د روسيې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زخارووا پرون چهارشنبه په یوه غونډه کې د خبرو پر مهال ویلي، په دې غونډه کې به د سیمې د هېوادونو استازي د افغانستان پر اوسني وضعیت او په دې هېواد کې د ننه د پخلاینې په تړاو خبرې وکړي.

زخارووا زیاته کړې، ” ټاکل شوې د مسکو فارمټ ناسته په کازان ښار کې جوړه شي. په دې ناسته کې به د سیمې هېوادونه د افغانستان پر اوسني وضعیت او په دې هېواد کې د پخلاینې په تړاو چې په سیمه کې د امنیت د ټینګښت سبب ګرځي، خبرې وکړي.”

تېره میاشت د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي وو چې د مسکو فارمټ ناستې اصلي اجڼدا به په افغانستان کې د لنډمهالي یا سرپرست حکومت په پراخ بنسټه کولو خبرې وي.

هغه زیاته کړې وه، ” تر اوسه ددې مسئلې یعنې ټول‌ګډونه حکومت د جوړولو په اړه هېڅ راز پرمختګ نشته، موږ غونډه راغواړو او په دې برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکوو.”

روسیه یو له هغو هېوادونو دی چې په افغانستان کې د ټول‌ګډونه حکومت پر جوړولو ټینګار لري.

دا په داسې حال کې ده چې اسلامي امارت تر دې وړاندې په ځلونو ځلونو ویلي چې حکومت یې ټول‌ګډونه او په دې برخه کې د هیچا فرمایشونه نه مني.

اسلامي امارت ته هم په دې ناسته کې د ګډون بلنه ورکړل شوې او د اسلامي امارت لخوا منل شوې ده.

د مسکو فارمټ وروستۍ ناسته د تېر کال په نومبر میاشت کې جوړه شوې وه چې په هغه ناسته کې د اسلامي امارت استازي ته د ګډون بلنه نه وه ورکړل شوې.