د ازادو سیالیو اتل نصرت حق پرست په یو اف سي  سیالیو کې خپل امریکايي سیال ته ماتې ورکړه.

د نصرت حق پرست او امریکایی لوبغاړي لاندن کینیونیز ترمنځ سیالۍ، نن یکشنبه د اسټرالیا په سیډني ښار کې د یو اف سي سازمان لخوا ترسره شوه.

د نصرت حق پرست او امریکايي سیال ترمنځ یې په زړه پورې سیالۍ ترسره شوه.

نوموړي تر دې دمه ۲۰ سیالۍ ترسره کړي چې ۱۵ یې ګټلي او ۵ ماتې له ځان سره لري.

حق پرست په یو اف سي سازمان کې د امریکايي حریف پر وړاندې په بریا سره د خپلو بریاوو شمېر ۷ ته لوړ کړ او ۴ ماتې لري.

حق پرست په ۲۰۱۷ کال کې له سیر بهادر زاده څخه دویم افغان شو چې په یو اف سي سازمان کې لوبې پیل کړې.