
د ۲۰۲۳ کال د نړیوال جام ټرافي له متحده عربي اماراتو وروسته کابل ته راوړل شوې او کرکټ بورډ ته سپارل شوې ده.
دا ټرافي پرون په متحده عربي آماراتو کې د کرکټ مسوولینو ته سپارل شوې او نن کابل ته تر راوړلکېدو وروسته د VIP پروتوکول په بدرګه کرکټ بورډ ته سپارل وسپارل شوه.
ویل کېږي چې دغه جام به د دوو ورځو په موخه په افغانستان کې وي او بېلابېلو لرغونو ځایونو ته به وړل کېږي.
که څه هم د کرکټ د نړیوالې شورا لخوا د افغانستان نوم په هغو هېوادونو کې نه و چې دا جام به ور وړل کېږي، خو د کرکټ بورډ د مسوولینو د پرلهپسې هڅو په پایله کې دا ټرافي افغانستان ته هم راوړل شوه.
د ویلو ده چې د کرکټ د نړیوال جام ټرافي د لوبو تر پیلېدو مخکې د کرکټ نړیوالې شورا لخوا ځانګړو شویو هېوادونو ته وړل کېږي.