
د افغانستان د فوټبال فدراسیون اعلان کړی، چې د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله به نن چهارشنبه د وږي ۱۵ مه نېټه د اسیا جام د غوراوي سیالیو په لړ کې د ازبکستان د فوټبال له ملي لوبډلې سره لوبه وکړي.
دا د دې جام په مقدماتي پړاو کې د ملي لوبډلې لومړۍ لوبه ده، چې نن د کابل پر وخت ۶:۳۰ ترسره کېږي.
د یادولو ده چې له ازبکستان وروسته به افغانستان دوه نورې لوبې له ایران او هانګ کانګ سره ترسره کړي.