د ۲۰۲۳ کال اسیا جام سیالیو په لړ کې تېره شپه د افغانستان ملي لوبډله د زړورې لوبې په کولو سره سره بل پړاو ته تلو کې پاتې راغله.

د افغانستان او سیرلانکا ترمنځ لوبه تېره ورځ د سپټمبر ۵مه ترسره او افغان کرکټ ملي لوبډلې ته د بل پړاو ته تګ لپاره په ۳۷،۱ بالونو کې د لوبې ګټل پکار وه.

د لوبې پچه سريلانکا وګټله او افغانستان ته یې په ۵۰ اورونو کې د اتو ویکټو له لاسه ورکولو سره د ۲۹ منډو هدف وټاکه.

د سیرلانکا لخوا په توپ‌وهنه کې کوشال میندز ۹۲ منډې وکړې او د افغانستان لخوا ګلبدین نایب د سیالې لوبډلې ۴ لوبغاړي وسوځول.

د افغانستان لخوا د توپ‌وهنې پیل ښه نه وه، درې لوبغاړو ډېرې ژر خپلې ویکټې له لاسه ورکړې، خو وروسته د رحمت او کپتان حشمت شهیدي ښه لوبه نندارې ته وړاندې کړه.

د رحمت شاه له سوځېدو وروسته محمد نبي بریدګره لوبه وکړه، او لوبه تر دېره د افغانستان په بریا او بل پړاو ته د تګ هیلو ته په نږدې کېدو وه.

نبي په ۳۲ بالونو ۶۵ منډې ترسره کړې، او ورپسې لوبغاړو هم په خپل وار سره وغوښتل هدف د ۳۷ اور په لومړي بال پورې پوره کړي.

له بده مرغه افغان لوبډلې خپلې ویکټې پرلپسې له لاسه ورکړې، او د لوبې ګټلو مسوولیت بالرانو ته ورپاتې شو.

د راشد هڅو بیا هم ونشو کولی چې افغان لوبډله تر بیا او بل پړاو ته تګ ته ورسوي، او په پایله کې سیرلانکا د دوه رنزو په توپیر سره لوبه وګټله.

په دې توګه بنګله دېش او سیرلانکا لوبډلو بل پړاو ته لاره پیدا کړه.

د لوبې یوه ترټولو مهمه خبره ده و چې افغان لوبډلې د ۳۷،۱ بالونو وروسته هم بل پړاو ته د تګ چانس درلوده، خو له بده مرغه لوبغاړي له دې نه وو خبر شوي.

ځینو سرچینو ویلي چې افغان کرکټ بورډ اسیایي شورا ته د ایمېل له لارې شکایت ثبت کړی دی.

دوی ادعا کړې چې د ۳۷،۱ بال وروسته د لوبې کمنټیټرانو له خولو خبر شول چې افغانستان بل پړاو ته د تګ لپاره لا هم چانس درلوده او دوی سره دا خبره نه و شریکه شوې.

په خواله رسنیو کې د افغان لوبډلې پر لوبې بېلابېل نظریات خپاره شوه، د نړۍ په کچه نامتو کرکټرانو د افغانستان لوبې ستاینه وکړه، او تر نورو زیات د راشد خان له خپګانه ډګ انځورونه خلکو خپاره کړل.

د کرکټ نامتو رسنۍ ESPN او CricTracKer پاڼو هم د افغان لوبډلې د لوبې ستاینه وکړه او بل پړاو ته د دوی پر نه تګ خواشیني څرګنده کړه.

د سریلانکا لخوا په توپ‌اچوونکو کې «کاسان راجيتا» د څلورو ويکټو په اخيستو سره د خپلې لوبډلې په بريا کې رول درلود.