
د اسلامي امارت د ریاستالوزرا اقتصادي معاونیت وايي، چې بهرنیو هېوادونو ته د افغانستان په صادراتو کې زیاتوالی راغلی او د روان کال په تېرو شپږو میاشتو کې د ۴۹ میلیارد افغانیو په ارزښت صادرات شوي دي.
دې ادارې نن سهشنبه د وږي ۱۴مه په ټویټر لیکلي چې ډېری صادرات ګاونډیو هېوادونو ته شوي دي.
د اعلامیې له مخې، د روان کال په لومړیو پنځو میاشتو کې د ۴۹ میلیارد افغانیو په ارزښت بېلابېل توکي له هېواده صادر شوي دي.
د دې ادارې په وینا، ۹۶،۵ سلنه بېلابېل توکي، متحده عربي اماراتو، هند، ترکیې، چین، عراق او ګاونډیو هېوادونو لکه، ایران، پاکستان، تاجکستان، ازبکستان، قزاقستان ته او همداراز ۳،۵ سلنه بیا نورو هېوادونو ته صادر شوي دي.
د اسلامي امارت اقتصادي معاونیت دا هم ویلي چې ۶۰ سلنه توکي زعفران، تازه مېوه، انګور، زردالو، وچه مېوه، پنبه، د ډبرو سکاره او ۴۰ سلنه نور بېلابېل توکي په دغو صادراتو کې شامل دي.
هاخوا نړیوال بانک د افغانستان د اقتصاد اړوند راپور کې ویلي چې سرپرست حکومت د ۲۰۲۲ له مارچ څخه د ۲۰۲۳ تر مارچ میاشتې پورې ۲،۲ میلیارد ډالر له ګمرکونو او نورو سرچینو ترلاسه کړي دي.
د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت تر دې وړاندې ویلي وو چې د روان کال له لومړۍ میاشتې تر د جون تر لسمې د یو میلیارد ۸۸۸ میلیونه افغانیو په ارزښت جلغوزي صادر شوي دي.