د سرطان ناروغۍ له امله د زمبابوې د کرکټ د پخواني لوبغاړي او لوبډلمشر «هیید ستریک» د مړینې خبر ورکړل شوی. 

د خبر له مخې، هیید ستریک څه موده وړاندې په سرطاني ناروغۍ اخته شو او پرون یکشنبه د وږي ۱۲مه د ۴۹ کلونو په عمر مړ شو. 

 د زمبابوې د کرکټ د دغه پخواني لوبغاړي او مشهور لوبډلمشر پر مړینه د خواشینۍ پراخ پيغامونه خپاره شوي او نوموړی د زمبابوې په کرکټ کې پيکه ستوری بلل شوی دی. 

د سرچینې د معلوماتو له مخې، هیید ستریک د لنډې مودې لپاره په سرطان ناروغۍ اخته شوی و او بالاخره یې پرون د سویلي افریقا په یو روغتون کې ساه ورکړه.

هیید سټریک د زمبابوې لپاره تر ټولو مخکښ ویکټ اخیستونکی و او د ۱۹۹۰ او ۲۰۰۰ کلونو ترمنځ یې د کرکټ سترو لوبډلو ترمنځ ښکلې لوبې کړې دي.

د رسنیو د راپورونو له مخې، نوموړي د زمبابوې لپاره په ۶۵ ټسټ سیالیو کې په ۲۸،۱۴ اوسط سره ۲۳۶ وېکټې ترلاسه کړې دي.