
د ۲۰۲۳ آسیا جام کرکټ سیالیو په لړ کې نن د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د بنګلهدیش له ملي لوبډلې سره مخامخ کېږي.
ټاکل شوې چې دا لوبه به نن یکشنبه د وږي ۱۲مه د پاکستان په لاهور کې وشي د ماسپښين په شاوخوا دوو بجو پیل شي.
هاخوا د افغانستان کرکټ بورډ ویلي چې د دې لوبې لپاره پوره چمتووالی نیولی او هیلې شته چې دا بریا به د افغانستان وي.
د دغه جام سیالیو وړاندې له پاکستان سره د یو ورځنیو لوبو لوبلړۍ وکړه چې درې واړه لوبې د پاکستان په ګټه تمامه شوې.
د ۲۰۲۳ آسیا جام سیالیو په لومړۍ لوبه کې د پاکستان او هند ملي لوبډلې سره مخامخ شوې، خو لوبه د باران له امله بېپایلې شوه او دواړو لوبډلو ته یوه یوه نومره ورکړل شوه.
دا یو ورځنۍ یا پنځوساوره سیالۍ سږ کال د پاکستان او سریلانکا په کوربهتوب ترسره کېږي.
د یادولو ده چې نن د کرکټ ترڅنګ د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله هم د بنګلهدیش د فوټبال له ملي لوبډلې سره لوبه کوي.