د بلخ مسوولین وايي، په لومړي ځل یې د حیرتان بندر لارې روسیې ته د انګورو یوه محموله صادره کړې ده.

د دغه ولایت د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوول، اسدالله اسدي رسنیو ته ویلي چې دا محموله پرون شنبه د زمري ۲۸مه صادره شوې ده.

د مسوولینو په وینا، په دې جوپه کې ۲۰۰۰ کارتنه انګور ول او د «محبت سادات» نړیوال سوداګریز شرکت لخوا په سړو موټرو کې د ازبکستان له خاورې په تېرېدو سره روسیې ته صادر شوي دي. 

د بلخ د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولینو دا هم ویلي، هڅې کوي چې پر روسیه سربېره د سیمې په نورو هېوادونو کې هم د انګورو لپاره ښه بازار ومومي. 

د دې خونې مسوول همداراز زیاته کړې چې په وروستیو میاشتو کې ګاونډیو، د سیمې او نړۍ هېوادونو ته د افغانستان صادرات زیات شوي دي.

دوی دا هم ویلي چې څو ورځې وروسته د هېواد انار، مڼې او د نورو بېلابېلو مېوو صادارات هم د حیرتان بندر له لارې پیل شي.