
د افغانستان بانک اعلان کړی چې سبا پنجشنبه د زمري ۲۶مه ۱۴ میلیونه امریکايي ډالر د داوطلبۍ له لارې لیلاموي.
د افغانستان بانک پر خپله ټوېټرپاڼه د یوې خبرتیا په خپرولو سره ویلي چې سبا پنجشنبه د زمري ۲۶مه ۱۴ میلیونه امریکايي ډالر د افغانۍ ارزښت ساتلو لپاره لیلاموي.
یاد بانک له ټولو خصوصي بانکونو، صرافیو او پر شرایطو برابر د پولي خدمتونو شرکتونو څخه غوښتنه کړې چې دې داوطلبۍ کې ونډه واخلي.
د افغانستان بانک ویلي چې د داوطلبۍ ګټونکي باید خپل ټول حساب د ورځې تر پایه تصفیه کړي او جزیي ورکړه د منلو وړ نه دی.
د افغانستان بانک تر دې وړاندې د افغانۍ ارزښت ساتلو لپاره د ډارو ۱۵،۱۴،۱۲ میلیونه کڅوړې لیلام کړې وې.