
د خوست ولایت مقام ددې ولایت په مرکز کې د نننۍ چاودنې په پایله کې د درې کسانو د وژل کېدو او اوو نورو د ټپي کېدو خبر ورکوي.
د خوست ولايت مقام د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې د خوست ښار سپین جومات سره نږدې په یوه هوټل کې چاودنه شوې ده.
د خوست امنيې قوماندانۍ وياند مستغفر ګربز رسنیو ته ویلي، چې نن دوشنبه د زمري ۲۳مه غرمه مهال شاوخوا ١٢:٣٠ دقيقې په خوست ښار کې سپين جومات ته څېرمه چاودنه شوې ده.
سرچينه وايي چې په دغه چاودنه کې وزیرستاني کډوالو او خوست ښاریانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
یو شمېر سرچینو ویلي چې چاودنه سپین جومات ته څېرمه قاري ځدراڼ هوټل کې شوې ده.
د خبرپاڼې په حواله له يادې چاودنې درې مړي او اووه ټپيان روغتون ته انتقال شوي دي.
خبرپاڼه کې راغلي، د پېښې ځای ته امنیتي ځواکونو رسېدلي او د پېښې د نوعیت په اړه يې پلټنې پيل کړي دي.