
ټولنیزې شبکې، ټیکټاک اعلان کړی، چې د دې شبکې کاروونکي د ویډیويي خپروونو ترڅنګ متني نشرات هم کولای شي.
ټیکټاک وړمه ورځ، دوشنبه د زمري دویمه اعلان وکړ، چې دوی د متن پوسټونو پراخولو سره، چې د جوړونکو لپاره د نظریاتو شریکولو او خپل خلاقیت څرګندولو لپاره اختیارونه پراخوي.
دغه نړیوال شرکت زیاته کړې چې د کاروونکو لپاره د محتوا تولید پراخوي او دوی به خپل خلاقیتونه په لیکنۍ بڼه هم له نورو سره شریکولی شي.
په ټیکټاک کې د لیکنۍ محتوا د شریکولو اجازه داسې مهال ورکول کېږي چې نورې ټولنیزو شبکو د ایلان ماسک تر پلورلو وروسته له ټویټر سره سیالي پیل کړې ده.
په ورته وخت کې Threads چې اوسمهال د ټویټر سیال بلل کېږي، په روانه میاشت کې د میټا شرکت لخوا فعال شو.
د ویلو ده چې د ټیک ټاک په نوم دا ټولنیزه شبکه په دې وروستیو کې د فېسبوک او انستاګرام په یوه سیاله پاڼه بدله شوې ده.
ټیک ټاک په ټوله نړۍ کې یو له په زړهپورې شبکو بلل کېږي، او د ډېرو انسانانو پام ور اوښتی دی.