د کورنیو چارو وزارت وايي، تېر کال په ټول هېواد کې ۱۱ زره اته سوه جنايي پېښې رامنځ ته شوې او په تړاو یې ۱۶ زره شپږسوه مجرمین نیول شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع په یوه ویډیويي کليپ کې ویلي، چې تېر کال د ۱۱ زره اته سوه جنايي پېښو په تور څه باندې شپاړس زره کسان نیولي دي.

نوموړي په روان کال کې چې اوس یې څلورمه میاشت ده؛ د جنايي پېښو د رامنځ ته کېدو په تړاو څه نه دي ویلي.

واک ته د اسلامي امارت په رسېدو که څه هم په پلازمېنه او ولایتونو کې د جنايي پېښو کچه راټیټه شوه خو وخت ناوخت په بېلابېلو سیمو کې ددې پېښو ګراف لوړیږي او خلک ورڅخه سر ټکوي.

اسلامي امارت ادعا کوي چې د جنايي پېښو مخه یې نیولې ده خو د پلازمېنې کابل په ګډون په ولایتونو کې دا پېښې شته او امنیتي ځواکونه په بشپړه توګه ددې پېښو په مخنیوي کې پاتې راغلی دی.

د کورنیو چارو وزارت ویلي، مجرم که د هېواد په برخه کې وي دوی به یېپر وړاندې اقدام وکړي.