میتا شرکت د «تردز» په نامه یوه نوې ټولنیزه شبکه جوړه کړې چې په لومړنیو اووه ساعتونو کې یې د کاروونکو شمېر له لس میلیون اوښتی دی. 

دا شبکه د «ټویټر قاتل» په نامه یاده شوې او له ټویټر سره ورته‌والی لري. 

تلګراف ورځپاڼې راپور ورکړی چې د ټویټر سیال Threads شبکې په لومړیو ساعتونو کې له ۱۰ میلیون زیات کاروونکي جذب کړي او د میتا شرکت رییس، مارک زاکربرګ دا د ټویټر د مالک، ایلان ماسک پر وړاندې یوه تازه نننګونه یاده کړې ده. 

دا سافټویر د انګلیس، امریکا، استرالیا، کانادا او جاپان په ګډون له سلو زیاتو هېوادونو کې کاروونکي جذب کړي او د امریکا په ګډون د نړۍ مشهورو سیاسیونو یې هرکلی کړی دی. 

ټویټر په دې وروستیو کې معلوماتو ته د لاسرسي لپاره ګڼ‌شمیر محدودیتونه وضع کړي او دا دې لامل شو چې اوس یې ډېر کاروونکي د میتا شرکت نوې جوړې شوې شبکې «ترزد» ته مخه کړې ده.

تردز ټویټر ته ورته یوه ټولنیزه شبکه ده او مارک ذاکربرګ دا یوه خلاصه او د بحث لپاره شبکه بللې ده. 

میتا د انستاګرام په نامه یوه بله مشهوره شبکه هم لري چې تر ډېره پکې د عکسونو او شارټ ویډیوګانو لپاره کارول کېږي، خو په تردز کې بیا د چټ او معلوماتو د شریکولو لپاره ډېره آسانتیا رامنځته شوې ده.