
د هالنډ حکومت اعلان کړی چې له دې وروسته د زدهکوونکو د ذهني ګډوډۍ د مخنیوي او د تمرکز د زیاتېدو په موخه په ښوونځیو کې د ځیرک مبایل په کارولو بندیز لګېدلی دی.
سي ان ان پرون چهارشنبه د چنګاښ ۱۴مه راپور ورکړی چې له دې وروسته به هالنډي زدهکوونکي یوازې د زدهکړو او د ډیجیټلي وړتیاوو په ټولګیو کې له ورته مبایل استفاده کولی شي.
د هالنډ حکومت ویلي، چې یوازې معلول زدهکوونکي د خپلو اړتیاوو د پورهکولو لپاره له ځیرک مبایل استفاده کولی شي.
د دغه هېواد د زدهکړو وزیر، رابرت دایک ګراف په دې اړه په یو بیان کې ویلي: “که څه هم ځیرک مبایل په ننني ژوند کې یوه اړتیا ده، خو په درسي ټولګیو کې باید ونه کارول شي.”
هغه زیاته کړې چې زدهکوونکي باید د ښې مطالعې لپاره تمرکز زیات کړي او په وینا یې چې څېړنې په ډاګه کړې چې ځیرک مبایل د زدهکړو په جریان کې تمرکز زیانمنوي او باید چې زدهکوونکي یې استفاده نه کړي.
هالنډي چارواکو ویلي چې ښوونځي او زدهکوونکي د حکومت دې پرېکړې ته باید بشپړ تیاری ولري او ټینګار یې کړی چې که تر ۲۰۲۴ پورې دا پرېکړه عملي نهشي، حکومت به په قانوني لارو چارو غور وکړي.