د ټویټر لخوا په کاروونکو باندې د بندیزونو څخه څو ورځې وروسته، د میټا مشر مارک زوکربرګ اعلان وکړ چې هغه به یو نوی اپلیکیشن جوړ کړي چې ټویټر ته ورته وي.

رویټرز خبري اژانس نن سه‌شنبه د چنګاښ ۱۳مه اعلان کړی چې مارک زوکربرګ د Threads په نوم د یوه نوي مایکروبلاګینګ اپلیکېشن په جوړولو سره د ماسک دغه اعلان ننګوي.

مارک زوکربرګ او ایلون ماسک چې د نړۍ میلیاردر سیالان دي، ټاکل شوې وه چې په پنجره کې دننه په جګړه کې یو بل ته ننګونه وکړي او اوس دې ننګونې د زوکربرګ لخوا ټویټر ته ورته نوي اپلیکیشن په جوړولو سره دې جګړې ته بل رنګ ورکړی دی.

مارک زوکربرګ د نوي اپلیکیشن جوړولو اعلان درې ورځې وروسته له هغه وکړ چې د ټویټر مالک ایلون ماسک دمخه ویلي و چې هغه په ​​​​موقتي ډول د هغو ټویټونو شمیر محدودوي چې کارونکي یې په یوه ورځ کې لوستلی شي.

هغه ویلي چې په ابي ټیک سره حسابونه هره ورځ ۶۰۰ پوسټونه لوستلی شي او نوي او غیر تصدیق شوي اکاونټونه هره ورځ ۳۰۰ پوسټونه لوستلی شي.

ماسک ویلي چې د دې محدودیتونو هدف د معلوماتو استخراج او د سیسټم لاسوهنې مخه نیول دي.