د ټویټر مالک ایلان ماسک اعلان کړی چې د معلوماتو استخراج د مخنیوي لپاره یې په ټویټر کې خپرو شویو موادو ته د کاروونکو ورځنی لاسرسی محدود کړی دی.

د ټاکل شوي حد له مخې، ابي ټیک (تصدیق شوي) حسابونه په ټویټر کې هره ورځ یوازې ۶۰۰۰پوسټونه لوستلی شي.

همدارنګه، هغه اکاونټونه چې ابي یک نه لري کولی شي په ټویټر کې هره ورځ یوازې ۶۰۰ پوسټونه ولولي، او نوي او غیر تصدیق شوي کاروونکي کولی شي هره ورځ یوازې ۳۰۰ پوسټونو ته لاسرسی ومومي.

ښاغلي ملسک ویلي دي چې دا محدودیت به لنډمهاله وي او یو اړخیز تازه معلومات یې وړاندې کړي چې د اعلان شوي محدودیتونو حد به ډیر ژر د تایید شویو کاروونکو لپاره ۸۰۰۰ د غیر تصدیق شوي کاروونکو لپاره ۸۰۰ او د نوي غیر تصدیق شوي کاروونکو لپاره ۴۰۰ ته لوړ شي.

ماسک د بندیزونو د لګولو هدف د ډیټا استخراج او سیسټم کې لاسوهنې مخنیوی بللی او دا یې هم زیاته کړې چې د شنبې په ورځ په بیلابیلو هیوادونو کې په زرګونو کاروونکو ټویټونو ته د لاسرسي ستونزې راپور کړې.

راپور شوي شکایتونو کې له ۷۰۰۰ څخه زیات په متحده ایالاتو کې د کاروونکو او له ۵۰۰۰ څخه زیات د انګلستان څخه شامل دي.

د ټویټر ستونزې په سنګاپور، هند، پاکستان، سعودي عربستان، ترکیې او جرمني کې هم د کاروونکو لخوا راپور شوي.