
د اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت د تنباکو د مخنیوي د نړیوالې ورځې په مناسبت په جوړه شوې غونډه کې احصایې وړاندې کړې چې په افغانستان کې شاوخوا ۲۷ سلنه خلک تنباکو کاروي.
دغه وزارت پرون چهارشنبې د غبرګولې ۱۰مه، په کابل کې د تنباکو د له منځه وړلو کې د (خواړه وکرئ، نه تنباکو) شعار لاندې ونمانځل شوه.
په دې غونډه کې د روغتيا د نړيوال سازمان په استازيتوب «ډاکتر محمد نعيم صافي» زياته کړې چې په سلو کې ٢٧ افغانان په منظم ډول تنباکو کاروي چې ٦،٢ سلنه يې ښځې دي.
د دغه وزارت او ځینو بنسټونو د شمېرو له مخې، په هېواد کې ۴۵،۵ سلنه مړینې د غیرساري ناروغیو له امله کېږي.
د روغتیا نړیوال سازمان هر کال په ټوله نړۍ کې د تنباکو د مخنیوي نړیواله ورځ په بېلابېلو شعارونو سره لمانځي، سږ کال دې سازمان «خواړه وکرئ، نه تنباکو» انتخاب کړی و.
همدارنګه د عامې روغتیا وزارت د پالیسۍ او پلان مرستیال «ډاکټر محمد حسن غیاثي» د تنباکو د استعمال له امله رامنځته کېدونکې لوګی د هوا د ککړتیا اصلي لامل وباله او ټینګار یې وکړ چې تنباکو په نړۍ کې په هر کال کې ۸ میلیونه انسانان وژني.
د تنباکو استعمال خطرناکې ناروغۍ لکه د سږو سرطان، د زړه، سږو او تنفسي ناروغیو لامل ګرځي. وزارت ویلي ورکړي چې په افغانستان کې د تنباکو کارونکو ۹۳ سلنه سګرت او ۷ سلنه یې قیلون دي.
د تنباکو نړیواله ورځ په ۱۹۸۷ کې د نړیوال روغتیا سازمان غړو هیوادونو لخوا د دخانیاتو څښلو پریښودو ته د خلکو هڅولو لپاره ونومول شوه.
تنباکو یو خطرناک نبات دی چې پراخې پاڼې لري، او له دې بوټي څخه سګرټ، نیکوتین، تار او کاربن مونو اکساید ترې جوړېږي.