
کاپیسا ولایت کې د هغو شپږو تنو مړي خاورو ته وسپارل شول چې د چهارشنبې په ورځ یې په یوه ترافیکي پېښه کې ژوند له لاسه ورکړی و.
د کاپیسا ولایت سیمهییز چارواکي وايي، د چهارشنبې په ورځ ددې ولایت په الهسای ولسوالۍ کې یو مازدا ډوله موټر چپه شو چې له کبله یې شپږ تنه مړه او نهه تنه نور ټپیان شول.

د کاپیسا ولایت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د دغو مړو شویو کسانو د جنازې په مراسمو کې د سیمې د اوسېدونکو سربېره، د یاد ولایت سیمهییزو چارواکو هم ګډون کړی وو.
په دې وروستیو کې په هېواد کې ترافیکي پېښې زیاتې شوې او رسنۍ هره ورځ د افغانستان له بېلابېلو برخو د یو یا دوو ترافیکي پېښو د رامنځ ته کېدو خبرونه ورکوي.
بې احتیاطي او د لارو خرابوالی ددې پېښو د رامنځ ته کېدو اصلي لاملونه ښودل شوي خو ویل کیږي چې هېواد ته د پاکستان لاس موټرو راتګ هم د ترافیکي پېښو یو لامل ګڼل کېدای شي.