
په هرات کې د اسلامي امارت د اقتصاد ریاست اعلان کړی چې په غیر دولتي ادارو کې یې د کار د څارنې او د کارکوونکو د استخدام لپاره څلور کسیزه ډله جوړه کړې ده.
د باختر اژانس د خبر له مخې د هرات د اقتصاد رييس عبدالقدیر ناصر له دوی سره په خبروکې ویلي چې دغې کميټې خپل فعاليت د ولايت مقام د دې څانګې دايمي استازي او د هرات د اقتصاد د دريو تنو استازو په شتون سره پيل کړ.
ناصر ټینګار کوي چې دا اداره هڅه کوي چې په هرات کې ادارې په شفاف ډول فعالیت وکړي.
هغه ویلي د دې کمېټې د جوړېدو لامل د بنسټونو د کارکوونکو د ګومارلو، د پروژو پلي کول، د مرستو وېش او يو شمېر نورو چارو څارنه ده.
همدارنګه عبدالقدیر ناصري زیاتوي، چې د دغې پېښې د څېړنو له پیل راهیسې په هرات کې ۴۸ بنسټونه غیر قانوني او د نظام د اصولو خلاف بلل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې غیردولتي موسسو په افغانستان کې د بشردوستانه مرستو په چارو کې د اسلامي امارت په مداخله نیوکه کړې ده.
په دې وروستیو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اسلامي امارت په افغانستان کې د نړیوالو مرستندویه موسسو په کارونو کې په لاسوهنې تورن کړ او ټینګار یې وکړ چې امریکا د دوی په فعالیتونو کې د لاسوهنې له امله په غزني، غور او ارزګان ولایتونو کې څو مرستندویه پروګرامونه ځنډولي دي.
بلخوا د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دغه څرګندونې بېاساسه تورونه بللي او ویلي یې دي چې د اسلامي امارت ځواکونو د مرستو په ویش کې هیڅ ډول لاسوهنه نه ده کړې، بلکې د دې پروسې د امنیت د تضمین لپاره یوازې مسول دي.
د یادولو ده چې د تورټوز میډیا په نوم یوې بهرنۍ رسنۍ یو راپور خپور کړی او ادعا یې کړې چې اسلامي امارت په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان ته نفوذ کړی او ټینګار یې کړی چې ملګري ملتونه په پوهه او ناپوهه د اسلامي امارت له منسوبینو څخه په ټول افغانستان کې کار اخلي.