
د ستندرد او نورم ملي اداره وايي، د نفتي توکو د کیفیتپېژندنې په برخه کې یې په لومړي ځل د ایران دوه ټانکره بېکیفیته مبلایل بېرته دغه هېواد ته وګرځولي دي.
دې ادارې ویلي، دا ټانکر د هرات په «اسلام کلا» بندر کې بېرته ایران ته ورګرځول شوي دي.
ستندرد ملي ادارې په لومړي ځل ایران ته د بېکیفیته مبلایلو بېرته ورګرځول یوه لاستهراوړنه بللې ده.
د دوی په وینا چې په دې وروستیو کې ستندرد ملي ادارې په خورا جدیت د بېکیفیته نفتي توکو د واردولو د مخنیوي لپاره عملي ګامونه پورته کړي.
دې ادارې همداراز له ټولو سوداګرو غوښتي چې هېواد ته باکیفیته نفتي توکي وارد کړي او د بېکیفیته توکو له واردو ډډه وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د هېواد په بازارونو کې له بېکیفیته نفتي توکو شکایتونه ډېر شوي، خو دې ستندرد ادارې ډاډ ورکړی چې دوی به په دې برخه کې لا هم دقیق و اوسي.