
په جوزجان کې مسوولین وايي، د دغه ولایت په «مردیان» ولسوالۍ کې یو ۴۲ کلن سړي ځان ځړولی او مړ شوی دی.
د دغه ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند، عبدالستار حلیمي ویلي، چې د ابراهیم په نامه دغه کس نن شنبه د جوزا ۶مه په خپل کور کې ځان ځړولی او خپل ژوند یې پایته رسولی دی.
مسوولینو د دې ځانوژنې د لامل په اړه څه نه دي ویلي، خو زیاته کړې یې ده چې په دې اړه یې پلټنې پيل کړې دي.
په دې وروستیو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ورته پېښې په بېسارې توګه ډېرې شوې چې ستر لاملونه یې کورنی تاوتریخوالي او اقتصادي ستونزې بلل کېږي.
په افغانستان کې پر نارینهوو سربېره ښځې او نجونې هم خپل ځانونه وژني چې لوی لاملونه یې جبري نکاح او کورنۍ ستونزې بلل کېږي.